د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د لوګر ولايت د عينک د مسو کان د استخراج په بهير او د تاريخي ابداتو د ساتنې په برخه کې ددغه وزارت د سرپرست له ټينګار څخه خبر ورکړ چې ددغه کان د قراردادي شرکت له رييس سره يې په کتنه کې خبرې وکړې.
د عینک د مسو کان د استخراج او د تاریخي اثارو پر ساتنې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار
6 قوس 1403 ساعت 13:02
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د لوګر ولايت د عينک د مسو کان د استخراج په بهير او د تاريخي ابداتو د ساتنې په برخه کې ددغه وزارت د سرپرست له ټينګار څخه خبر ورکړ چې ددغه کان د قراردادي شرکت له رييس سره يې په کتنه کې خبرې وکړې.
آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د اکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د لوګر د عینک د مسو کان د قراردادي شرکتونو له رئیس سره وکتل.
په دې کتنه کې د "MCCT" شرکت رئيس ليو جون د تاريخي اثارو د ساتنې او کلتوري چارو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسلکي فعاليتونو ستاينه وکړه او دغه راز يې غوښتنه وکړه چې د مسو د کان د استخراج په برخه کې دې يو ګډ کار وکړي. د اطلاعاتو او کلتور او کانونو وزارتونو پلاوي باید له دوی سره نږدې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وايي، د عینک د مسو د سیمې د تاریخي اثارو ساتنه د افغانستان او چین لپاره اړینه ده.
ملا خیرالله خیرخواه همداراز زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خپل تخنیکي ټیم سره د عینک د مسو د پروژې په ساحه کې حضور لري.
په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان پروژه یوه له هغو سترو پروژو څخه ده چې د عملي کار په پیل سره به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د مطلب کود: 301298