کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د دولتي ادارو او د هېواد د رسنیو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کوي

6 قوس 1403 ساعت 9:53

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کورنیو رسنیو له مسوولینو او استازو سره د دیني او فرهنګي چارو وزارتونو د ویاندانو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه. په دې کتنه کې د حکومت د رسنيو د مرکز رييس د هېواد د رسنيو او دولتي څانګو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.


آوا - کابل: د افغان غږ خبري آژانس د رئیس سید شبیر محمودي په ګډون د کورنیو او بهرنیو رسنیو له مسوولینو او د دیني او کلتوري چارو وزارتونو د ویاندانو ترمنځ د همغږۍ غونډه پرون دوشنبه (د قوس ۵ مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز له خوا جوړه شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولوي نعیم الحق حقاني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
حقاني هراتي وويل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز د هېواد د رسنيو او دولتي ادارو ترمنځ د پل په توګه تل هڅه کوي، چې د شته ستونزو د خبرتيا او حل په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه کړي.
د دولتي رسنیو د مرکز مشر همدارنګه زیاته کړه، اسلامي امارت په هر ډګر کې ښې او د پام وړ لاسته راوړنې لري او د دغو لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره اړینه ده چې د دولتي ادارو او رسنیو تر منځ همکاري او همغږي ټینګه شي.
د ده په وينا، د رسنيو د مسوولينو او د دولتي ادارو د وياندويانو ترمنځ د همغږۍ غونډې، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د رسنيو د ستونزو د حل لامل شوې او دغه غونډې به د نظام د لاسته راوړنو د انعکاس لپاره ښه زمينه برابره کړي.
ورپسې د هېواد د رسنيو مسوولينو او استازو د يادې ستونزې په اړه خبرې وکړې او د رسنيو د مرکز له خوا د دا ډول غونډو جوړول يې د دولتي ادارو او رسنيو ترمنځ د همکارۍ او تعامل د کچې د پياوړتيا لپاره يو ښه او پر وخت اقدام وباله.
په غونډه کې د رسنیو مسوولینو او استازو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ځینې ستونزې په ګوته کړې او د حل په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه له حاضرو کسانو سره شریک کړل.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقاف او سرحدونو، قبايلو چارو وزارتونو وياندويانو او مطبوعاتي مسوولينو هم ويناوې وکړې او ويې ويل، هڅه کوي له رسنيو سره همکاري پياوړې کړي.
د يادو دولتي ادارو وياندانو اعلان وکړ، چې د لاسته راوړنو د انعکاس، اطلاعاتو ته د لاسرسي او له رسنيو سره د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا په برخه کې به د ستونزو د حل او د اطلاعاتو د شريکولو د بهير د چټکتيا په برخه کې خپلې هڅې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز په دې وروستيو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د يو شمېر ستونزو د حل او د رسنيو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په موخه د وزارتونو د وياندويانو او د رسنيو د مسوولينو ترمنځ د همغږۍ غونډې پيل کړې دي.


د مطلب کود: 301274

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301274/د-حکومت-اطلاعاتو-او-رسنیو-مرکز-دولتي-ادارو-هېواد-ترمنځ-همکارۍ-پر-پیاوړتیا-ټینګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.net