کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي ولایت کې پر څه باندې ۲۲ زره کورنیو د خوراکي توکو ویش

6 قوس 1403 ساعت 9:36

د خوراک نړیوال سازمان د دایکندي ولایت په ۹ ولسوالیو کې پر څه باندې ۲۲ زره کورنیو خوراکي توکي وویشل.


آوا - بامیان: د دایکندي ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د "افغان ښځو لپاره ټولنیز" انسټیټیوټ او د افغانستان پرمختیايي انستیتیوت "ADA" په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په کچه پر ۲۱۸۸۹ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
ويل شوي دي چې دغه خوراکي توکي د دايکنډي ولايت په ميرامور، استرلي، خدير، سنګتخت او دبندر، کيتي، نيلي، پاتو، شهرستان او کجران په ولسواليو کې وويشل شول.
د دایکنډي د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۱۲.۵ کیلو دال، ۹ کیلو غوړي، یو کیلو مالګه، ۶ کیلو ګرامه ارسنیک اوړه او ۳ کیلو ګرامه له پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره خوراکي توکي ووېشل شول. 
ويل کيږي چې دغه مرستې له شرايطو پرته د موسمي ملاتړ د بيړنيو غبرګونونو د پروژې له مخې وويشل شوې.


د مطلب کود: 301265

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301265/په-دایکندي-ولایت-کې-پر-څه-باندې-۲۲-زره-کورنیو-د-خوراکي-توکو-ویش

آوا
  https://www.avapress.net