کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوال بانک راپور ته د صنعت وزارت د چارواکو غبرګون:

د افغانستان صادرات ټولو هېوادونو ته په ځانګړې توګه ګاونډیانو ته "غوره" دي

5 قوس 1403 ساعت 10:07

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو د افغانستان په صادراتو کې د ۱۴ سلنه کمښت په اړه د نړیوال بانک د راپور د خپرېدو په غبرګون کې آوا ته وویل چې د دغه وزارت د شمېرو له مخې د افغانستان صادرات بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو ته ډېر شوي دي. 


آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن (یکشنبه د قوس ۴مه) د آوا له خبریال سره په مرکه کې د نړیوال بانک د هغه راپور په غبرګون کې چې ویلي یې دي، د هېواد د ۲۰۲۴ کال په ۸ میاشتو کې د افغانستان صادرات ۱۴ سلنه کم شوي، د دغه وزارت د شمېرو له مخې ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو ته د افغانستان صادرات په عادي ډول روان دي.
هغه وويل: "په ټوليز ډول هغه شمېرې چې موږ لرو هغه دا دي چې زموږ صادرات ښه دي. الحمدالله موږ ټولو هېوادونو ته صادرات کوو او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره زموږ صادرات ډېر ښه دي."
هغه د تورخم د لارې په اوږدو کې د پاکستان د ځينو داخلي ستونزو له امله له افغانستان سره سوداګري کمه شوې او زياته يې کړه، چې د پاکستان د حکومت د داخلي ستونزو له امله دغه هېواد ته د افغانستان صادرات د پخوا په پرتله کم شوي دي.

په همدې حال کې نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر سپټمبر میاشتې پورې ۱۴ سلنه کم شوي دي.
 د نړیوال بانک د راپور له مخې، د پاکستان په سوداګریزو پالیسیو کې بدلون او پر تازه میوو او کرنیزو محصولاتو د مالیاتو زیاتوالی د افغانستان د صادراتو د کمښت لوی لاملونه بلل شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د افغانستان صادرات له ۹۲۰ میلیونو ډالرو ډېر شوي دي.
د نړیوال بانک د نوي راپور پر بنسټ، د اسلام اباد په سوداګریزو پالیسیو کې د بدلونونو سربېره، سږ کال له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات هم په بې ساري ډول کم شوي دي.
د راپور له مخې، سږ کال پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات ۷۱ سلنه کموالی ښيي.
د نړيوال بانک د معلوماتو له مخې، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو عوايد ٦١ ميليونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته وخت کې د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات ٢٠٩ ميليونه ډالرو ته رسېدلي دي.
نړیوال بانک ویلي چې پاکستان دا مهال د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په پاکستان کې د ډبرو سکاره کاروي.
نړیوال بانک هم په دغه راپور کې زیاته کړې، چې که څه هم د افغانستان اقتصادي وضعیت د تېرو دوو کلونو په پرتله ښه شوی، خو لا هم له سترو ننګونو او ګواښونو سره مخ دی. نړیوال بانک وايي، دا مهال په هېواد کې بېکاري، فقر او د خوراکي توکو ناامني د پام وړ لوړه شوې ده.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د سوداګرۍ له کسر سره سره سږ کال د افغانیو ارزښت ثابت پاتې دی او حتی د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر میاشتې پورې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم لوړ شوی دی.

تر دې مخکې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د نړیوال بانک له راپور سره په مخالفت کې ویلي وو چې د میزان په میاشت کې د هېواد د توکو صادرات د پام وړ زیات شوي دي.
د نساجي او اطلاعاتو ملي اداره وايي، د میزان په میاشت کې افغانستان د ۲۳۴.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي وو چې د پاکستان د حکومت د ځینو کړیو له امله د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ ډېره برخه له پاکستان څخه ایران ته لېږدول کېږي.
په خيبر پښتونخوا کې د دې خونې همغږي کوونکي ضياء الحق سرحدي وويل چې افغان سوداګر اوس د خپلې ترانزيټي سوداګرۍ ٧٠ سلنه د ايران د چابهار او بندر عباس بندرونو له لارې کوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي وو چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات لس سلنه کم شوي دي.
عبدالسلام جواد وویل، پاکستان ته د سوداګریزو توکو د صادراتو د کمښت اصلي لامل د پاکستان له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو نه رعایت دی.
جواد زیاته کړه چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ۴،۶ میلیارد ډالرو سوداګریزې راکړې ورکړې شوې دي.


د مطلب کود: 301200

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301200/د-افغانستان-صادرات-ټولو-هېوادونو-ته-په-ځانګړې-توګه-ګاونډیانو-غوره-دي

آوا
  https://www.avapress.net