د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د «انټرساس» نړیوال موسسې له مسوولینو سره په کتنه کې د روږدو کسانو پر درملنې، د خوارځواکۍ د مخنیوي او په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پر معیاري کولو ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر معیاري کولو ټینګار کوي
4 قوس 1403 ساعت 10:40
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د «انټرساس» نړیوال موسسې له مسوولینو سره په کتنه کې د روږدو کسانو پر درملنې، د خوارځواکۍ د مخنیوي او په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پر معیاري کولو ټینګار وکړ.
آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د انټر ساس بین المللي موسسې له عمومي رئیس ماهر الشون سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل او په نشه يي توکو د روږدو کسانو پر درملنې، د خوارځواکۍ پر مخنیوي او په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر معیاري کولو یې ټینګار وکړ.
مولوي جلالي د دې ادارې له مسوولینو وغوښتل چې د میندو او ماشومانو د پالنې ترڅنګ په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د انټرساس نړیوال انسټیټیوټ مسوولینو له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مطلب کود: 301125