د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، سږ کال په ټوله نړۍ کې ۲۸۱ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.
ملګري ملتونه: سږ کال په ټوله نړۍ کې ۲۸۱ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي
4 قوس 1403 ساعت 10:20
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، سږ کال په ټوله نړۍ کې ۲۸۱ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.
آوا: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۲۸۱ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې سږ کال د ژغورونکو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
اوچا د مرستندویه کارکوونکو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان، غزه، اوکراین، جنوبي سوډان او یمن کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې ګواښونه راپور شوي دي.
د مطلب کود: 301113