کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چابهار بندر کاري ډلې دریمه ناسته؛ د افغانستان په اقتصادي وده کې د دغه بندر پر رول ټینګار 

3 قوس 1403 ساعت 15:46

رسنیو خبر ورکړی، چې د چابهار بندر د کاري ډلې په درېیمه ناسته کې چې په هند کې ترسره شوه، د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې د دغه بندر پر اهمیت ټینګار وشو.


آوا - کابل: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د چابهار بندر د کاري ډلې په درېیمه ناسته کې د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې د دغه بندر پر اهمیت خبرې وشوې. ټینګار شوی دی.
ویل شوي، چې دغه غونډه په هند کې جوړه شوې وه او د هند، ایران، ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې استازو پکې ګډون کړی و.
دغه راز ویل شوي، چې د غونډې په مهمو موضوعاتو کې منځنۍ اسیا ته د بدیل سوداګریزې لارې رامنځته کول او د چابهار بندر له لارې د سیمه ییزو اتصالونو پیاوړي کول شامل دي.
دا د چابهار بندر د کاري ډلې دریمه ناسته ده چې تر اوسه ترسره کیږي.
باید وویل شي، چې چابهار بندر د کراچۍ بندر د بدیل په توګه حیاتي ارزښت لري، چې تل یې سوداګرو ته ګڼې ستونزې او د ملکیتونو ترانزیتي ستونزې را ولاړې کړي دي.


د مطلب کود: 301082

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301082/د-چابهار-بندر-کاري-ډلې-دریمه-ناسته-افغانستان-په-اقتصادي-وده-کې-دغه-پر-رول-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.net