د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی، چې په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو تېر کال له ۲۰۰ ډېر بریدونه شوي دي.
تېر کال په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو تر ۲۰۰ ډېر بریدونه شوي دي
3 قوس 1403 ساعت 14:18
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی، چې په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو تېر کال له ۲۰۰ ډېر بریدونه شوي دي.
آوا: د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۸ څخه د نومبر تر ۲۱ نیټې پورې په منځنی ختیځ سیمه کې پر امریکایی ځواکونو ۲۰۶ بریدونه شوی دی.
د المیادین د راپور له مخې، دغه وزارت اعلان کړی چې پر امریکایی ځواکونو بریدونه په لاندې ډول دی: په عراق کې ۷۹ بریدونه، په سوریه کې ۱۲۵ بریدونه او په اردن کې ۲ بریدونه.
په همدې حال کې په سوریه کې د امریکا پر اډو په وروستیو ورځو کې پرله پسې بریدونه شوي چې تر ټولو وروستی یې د سوریې په ختیځ کې د دیرالزور په څنډه کې د کونیکو د ګازو په ډګر کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیو برید و.
بايد يادونه وشي چې په غزې او لبنان باندې دصهيونيسټ رژيم له وحشيانه بريدونو او له دغه رژيم څخه دامريكا په ملاتړ په سيمه كښې دامريكا دپوځيانو د بريدونو اندازه او شدت زيات شوي دي .
د مطلب کود: 301074