د بغلان امنيه قومانداني وايي، د نهرين ولسوالۍ په شهر کهنه سيمه کې په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د نامعلومو وسله والو په بريد کې لس تنه وژل شوي دي.
د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر یوه جومات د وسله والو په برید کې ۱۰ تنه شهیدان شوي
3 قوس 1403 ساعت 10:05
د بغلان امنيه قومانداني وايي، د نهرين ولسوالۍ په شهر کهنه سيمه کې په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د نامعلومو وسله والو په بريد کې لس تنه وژل شوي دي.
آوا - کابل: د بغلان امنیه قوماندانی د دغې پېښې په تاییدولو سره وایی چې امنیتی ځواکونو د دغې پېښې په تړاو څو کسان نیولی او په اړه یې څېړنې پیل شوی دی.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي: د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په زاړه ښار کې نامعلومو کسانو پر یوه جومات برید کړی دی. په دغه مرموز بريد کې د نهرين ولسوالۍ لس تنه چې په جومات کې يې لمونځ کاوه شهيدان شول.
په ورته وخت کې د بغلان یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت له ځواکونو څخه غواړي چې د هېوادوالو د خوندیتوب په برخه کې هڅې وکړي او د دغې پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
دبغلان ولايت يوه اوسيدونکي زاهدالله طلوع نيوز ته وويل: تيره شپه په نهرين ولسوالۍ کې دناپيژاندو کسانو له خوا بې ګناه خلک شهيدان شول . موږ د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه کوو چې د دې پېښې عاملین د عدالت منګولو ته وسپاري."
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د مطلب کود: 301047