د مالیزیا د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد حکومت چمتو دی چې له افغانانو سره د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې مرستې وکړي.
مالیزیا له افغانستان سره د روغتیا او بشردوستانه چارو په برخو کې مرستې ته چمتووالی اعلان کړ
1 قوس 1403 ساعت 15:46
د مالیزیا د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد حکومت چمتو دی چې له افغانانو سره د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې مرستې وکړي.
آوا - کابل: نن پنجشنبه (قوس ۱) د مالیزیا ازادو رسنیو د مالیزیا د پوهنې وزارت د ویاند په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان د پوهنې وزارت د پلاوی کوربه و. پتراجایا" پالیسي د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د مالیزیا حکومت چمتو دی چې له افغانانو سره په روغتیايي او بشري برخو کې مرستې وکړي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د پلاوي سفر د تېر کال د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم له وینا سره سم دی، چې هېواد یې له افغانستان سره د همکاریو زیاتولو ته چمتو دی.
خو د مالیزیا د پوهنې وزارت یادونه کړې چې هېواد یې د زده کړو د حق په ګډون د افغان ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دی.
په بیان کې راغلي: «موږ هغوی [اسلامي امارت] ته وښودله چې ټول شموله تعلیمي نظام څه ته اړتیا لري، د ټولنیز-اقتصادي وضعیت، جنسیت، توکم او جغرافیې په پام کې نیولو پرته د لاسرسي او برابرۍ په ښه کولو تمرکز کوي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت د سرپرست شهاب الدين ثاقب په مشرۍ يو پلاوى د ماليزيا د پوهنې له مسوولينو سره د ليدنې په موخه دغه هېواد ته سفر کړى و.
بل خوا په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي نقیب الله احمدي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست شیخ نور محمد ثاقب سره په کتنه کې د دیني، فرهنګي او ټولنیزو چارو له پراخولو سره د مالیزیا لېوالتیا اعلان کړه. له افغانستان سره اړیکې
ثاقب په دې کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د خلکو د خدمت لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي او له ټولو هېوادونو سره د دوستانه ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکی دی.
د مطلب کود: 301003