کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ازبکستان نوي سفیر خپل باور لیک د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته وسپارل

1 قوس 1403 ساعت 15:03

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلی دی چې په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر د خپل باور لیک یوه کاپي د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي ته وسپارله.


آوا - کابل: د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال، حافظ ضياء احمد تکل په خپله ایکس پاڼه کې ليکلي چې نن چهارشنبه، په افغانستان کې د ازبکستان جمهوریت نوي سفیر، ایبک عثمانوف د خپل باورلیک یوه کاپي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي ته وسپارله.

د هغه په وینا مولوي امیرخان متقي د ازبکستان نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او له هغه سره یې د بهرنیو چارو وزارت د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې مولوي متقي دغه راز د دواړو هيوادونو په پلازمينو کې د افغانستان او ازبکستان فعال سفارتونه د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ يوه ښه نښه وبلله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو په لړ کې یې د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار کړی دی.

د احمد تکل په وینا، په کابل کې د ازبکستان نوي سفیر، ایبک عثمانوف د افغانستان او ازبکستان اړیکې وروڼه وبللې او ژمنه يې وکړه چې د خپل ماموريت پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پراختيا لپاره هڅې وکړي.

باید وویل شي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر، عبدالغفار بحر هم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د خپل باورلیک یوه کاپي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سیدوف ته سپارلې وه.


د مطلب کود: 300991

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300991/د-ازبکستان-نوي-سفیر-خپل-باور-لیک-بهرنیو-چارو-سرپرست-وزیر-ته-وسپارل

آوا
  https://www.avapress.net