کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین په افغانستان کې له لمریزو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې لېوالتیا لري

1 قوس 1403 ساعت 10:49

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د چین د ملي شرکت استازي او د هېواد د یو شمېر شرکتونو مسوولینو له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد، د پلازمېنې د څښاک د اوبو د پاکولو او له لمریزې برېښنا څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د خواه فوتین شین شرکت له مشر لی شین جییان سره وکتل.

په دې کتنه کې د چینايي شرکت رئیس له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد، په پلازمینه کې د څښاک د اوبو د پاکولو او له لمریزې برېښنا څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په اړه خوښي څرګنده کړه.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په دې کتنه کې د پانګونې په برخه کې د دغه چينايي شرکت د لېوالتيا هرکلى وکړ او ويې ويل: اوس په افغانستان کې د پانګونې زمينه له هر اړخه چمتو شوې ده او له ټولو کورنيو او بهرنيو پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي. 


د مطلب کود: 300971

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300971/چین-په-افغانستان-کې-له-لمریزو-سرچینو-څخه-د-برېښنا-تولید-برخه-لېوالتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.net