د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د جنګ د ۴۱۱مې ورځې په مناسبت په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د صهیونیسټی نیواکګر پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په دغه سیمه کښې دوه ځلی فلسطینیان قتل عام کړی دی.
غزه کې د ۱۳ نورو فلسطینیانو په شهادت سره د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۳ زره ۹۸۵ تنو ته ورسېد
1 قوس 1403 ساعت 10:15
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د جنګ د ۴۱۱مې ورځې په مناسبت په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د صهیونیسټی نیواکګر پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په دغه سیمه کښې دوه ځلی فلسطینیان قتل عام کړی دی.
آوا: دغه وزارت زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې ۱۳ فلسطینیان وژل شوي او ۸۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغو کسانو په شهادت سره د غزې د تړانګې د جنګ د شهيدانو شمېر ٤٣٩٨٥ او د ټپيانو شمېر ١٠٤٠٩٢ ته لوړ شو.
د غزې په تړانګه کې تر لسو زرو زیات کسان لا هم لادرکه او تر خاورو لاندې دي.
د مطلب کود: 300959