د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د هیواد د روغتیایی سیسټم د پیاوړتیا په اړه د متقي ټینګار
آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، حافظ ضیاء احمد د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلی دی چې د دغه وزارت سرپرست، امیرخان متقي په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییزې څانګې له مشر، حنان بلخي او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د درملو په برخه کې د افغانستان د کورني روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او تمویل غوښتنه وکړه. چې په دې توګه به د هېواد روغتيايي مرکزونه پر ځان بسيا شي.
متقي همدغه راز د روغتیا له نړیوال سازمان څخه هم غوښتنه وکړه چې له اسلامي امارت سره په ګډه د پولیو او نورو ساري ناروغیو په وړاندې مبارزه وکړي او په افغانستان کې د پولیو او نورو ساري ناروغیو د تشخیص لابراتوار فعاله کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روغتیا د نړیوال سازمان د سیمه ییز چارواکي په حواله لیکلي دي چې دغه سازمان هڅه کوي چې د افغانستان روغتیايي سیستم پیاوړی او تجهیز کړي.
در این دیدار نمایندگان بنیاد بیل و میلندا گیتس و صندوق حمایت از کودکان نیز حضور داشتهاند و گفتهاند که با امارت اسلامی در راستای مبارزه با پولیو همکاری میکنند.
په دې غونډه کې د بل او میلندا ګېټس بنسټ او د ماشومانو د ژغورنې صندوق استازو هم حضور درلود او ویې ویل چې د پولیو پر وړاندې مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکاري کوي.
باید وویل شي، چې د هېواد روغتیايي سیستم د بودیجې او اسانتیاوو له کمښت سره مخ دی.