د هېواد د زندانونو د تنظيم رياست اعلان کړى، چې د دغه رياست مشر د ايران د عدليې له مرستيال سره د قضايي همکاريو د پياوړتيا او له ايران څخه د افغان بنديانو د لېږد د پروسې د چټکتيا په اړه خبرې وکړې.
ايران او افغانستان د قضايي همکاريو د پياوړتيا په لټه کې دي
27 عقرب 1403 ساعت 12:17
د هېواد د زندانونو د تنظيم رياست اعلان کړى، چې د دغه رياست مشر د ايران د عدليې له مرستيال سره د قضايي همکاريو د پياوړتيا او له ايران څخه د افغان بنديانو د لېږد د پروسې د چټکتيا په اړه خبرې وکړې.
آوا - کابل: د هېواد د زندانونو د تنظيم رياست اعلان کړى، چې د دغه رياست مشر د ايران د عدليې له مرستيال سره د قضايي همکاريو د پياوړتيا او له ايران څخه د افغان بنديانو د لېږد د پروسې د چټکتيا په اړه خبرې وکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې دواړو لورو له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد بهیر په اړه خبرې کړې دي.
دا غونډه له ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال د بهیر د چټکتیا او همدارنګه په قضايي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په هدف جوړه شوې وه.
دواړو خواوو د دې مسئلې پر اهمیت او د بندیانو د ستونزو د حل لپاره د نږدې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ايران د اسلامي جمهوريت پلاوي په دغه هېواد کې د افغان بنديانو د لېږد په اړه د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کړې وې.
د مطلب کود: 300804