د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت له مرستیال، عسکر جلالیان سره په کتنه کې، د تهران له خوا د څلورو لسیزو د مهاجرینو د کوربه توب د قدردانۍ په ترڅ کښې، دا غوښتنه وکړه چې ایران باید د مهاجرینو سره په چلند کې له صبر او تعامل څخه کار واخلي.
آوا - کابل: د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې اړه ويلي دي چې د دغه وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د ایران د عدلیې وزارت د مرستیال، عسکر جلالیان په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت له یوه پلاوي سره په يوه کتنه کې خبرې اترې کړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې، دوه اړخیزې اړیکې، په ایران کې د کډوالو او بندیانو په اړه، په اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه ییزو سیاسي همکاریو په هکله خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو د کوربه توب د ستاینې ترڅنګ، په ایران کښې له میشتو کډوالو سره د ایران د حکومت د تعامل غوښتنه وکړه.
هغه همدارنګه وویل چې اسلامي امارت د افغان بندیانو د سپارل په برخه کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره همکارۍ ته ژمن دی.
عسکر جلالیان د افغانستان له وروستیو پرمختګونو او ثبات څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د شویو موافقو په اساس خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ایران د عدلیې وزیر مرستیال ویلي دي چې د ده هیواد په حقیقت کې له ایران څخه د افغان بندیانو د لیږد بهیر پیل کړی او له اسلامي امارت سره به هم همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت یو پلاوی د دغه هیواد د عدلیې وزارت د مرستیال په مشرۍ، په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان بندیانو د انتقال لپاره کابل ته سفر کړی دی.