کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر په کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

26 عقرب 1403 ساعت 11:49

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت مرستیال په کابل کې د قطر سفارت له سرپرست سره په لیدنه کې د قطر په مالي مرسته په کندهار ولایت کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت او د قطر سفارت شارژدافیر مردف القاشوطي سره وکتل او خبرې اترې وکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې دواړو لورو په کندهار ولایت کې د څلور سوه بستریز روغتون د جوړولو او د روغتیا وزارت د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو او د روغتیايي خدمتونو د عرضې د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال د افغانستان له روغتیايي سیستم سره د قطر هر اړخیزه همکاري اړینه وبلله.

په همدې حال کې قطر د عامې روغتیا له وزارت سره د طبي وسایلو او څلور امبولانسونو مرسته کړې ده.


د مطلب کود: 300712

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300712/قطر-په-کندهار-کې-۴۰۰-بستریز-روغتون-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.net