د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په ۱۰۰ منډو ماتې ورکړه.
د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه
26 عقرب 1403 ساعت 10:09
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په ۱۰۰ منډو ماتې ورکړه.
آوا: دغه لوبه د جمعې په ورځ (د عقرب ۲۵مه) په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.
د افغانستان کرېکټ ځوانانو لومړی توپ وهنه پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې یې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ته ۳۰۷ منډې هدف وټاکه، خو د دغه هېواد لوبغاړي یوازې ۲۰۶ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د دوشنبې په ورځ په دې سیالیو کې خپله راتلونکې لوبه له متحده عربي اماراتو سره وکړي.
دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د مطلب کود: 300698