آوا: محمد اشرف حقشناس؛ د فواید عامې وزارت ویاند نن جمعه (د عقرب ۲۵مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د سالنګ لویه لار نن سهار ۸:۱۵ بجې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
د يادونې وړ ده، چې د سالنګ لويه لار تېره شپه د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې وه او بېرته پرانيستل شوه.
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس وايي، دغه لویه لار نن سهار شاوخوا اته بجې د ترافيکو پر مخ پرانیستل شوه.
هغه زياته کړه چې اوس د واورې اورښت بند شوى او د واورو د پاکولو کار دوام لري.
د سالنګ لویه لار تېره شپه له ۸ بجو راهیسې د واورې د اورښت، سخت توپان او د لږ لید له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.