کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دوو کلونو کې ۲.۲ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي

24 عقرب 1403 ساعت 12:52

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، د ۲۰۲۳ کال د اګسټ له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې له ایران او پاکستان څخه ۲.۲ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) په یوه راپور کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ په حواله ویلی چې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال تر سپتمبر پورې له ایران او پاکستان څخه ۲.۲ میلیونه افغان کډوال راغلی دی. دوی هیواد ته راستانه شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې یوازې ۷۳۴۸۱۷ افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي دي.

دغه اداره وايي چې تر دې مهاله يې له ۵۸۸ زره راستنو شويو کډوالو سره مرستې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د شړلو او نيولو لړۍ روانه ده او هره ورځ سلګونه کډوال هېواد ته راستنېږي.


د مطلب کود: 300617

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300617/په-دوو-کلونو-کې-۲-میلیونه-افغان-کډوال-له-ایران-او-پاکستان-څخه-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net