د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې به د ۲۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سل ګونو ټولګټو رغنیزو پروژو د پلي کېدو بهیر پیل شي.
په ننګرهار کې د ۲۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سلګونو رغنیزو پروژو د تطبیق بهیر پیل شو
24 عقرب 1403 ساعت 12:50
د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې به د ۲۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سل ګونو ټولګټو رغنیزو پروژو د پلي کېدو بهیر پیل شي.
آوا - کابل: د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ریاست تر چتر لاندې او د نړیوال بانک او ډاکار انسټیټیوټ په مالي او تخنیکي مرسته د سلګونو عامو خلکو د کار زمینه برابره شوې ده. د کلیو د بیارغونې او پراختیا پروګرام (CRLP) له لارې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې رغنیزې پروژې پلې کېږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست زیاته کړه، په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو، بندونو، سړکونو، پلچکونو او کانکریټي کانالونو جوړول شامل دي، چې د ۲۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په شاوخوا ۱۴۰ کلیو کې به پلي شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې شوې پروژې تر اوسه د ٤٣ کليو لپاره غوره شوي او د ډيزاين چارې يې په چټکۍ سره روانې دي او د پاتې کليو لپاره هم د پروژو د ټاکلو کار روان دى.
د يادونې ده، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونه ځايي خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
د مطلب کود: 300615