کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د قنبر څلورلاري – چهل متره سړک د پخولو چارې پیل شوې

24 عقرب 1403 ساعت 11:41

کابل ښاروالۍ د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د قنبر څلورلاري – چهل متره سړک د پخولو کار پیل کړی دی.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قرغې سړک د بنسټیزو او ځمکني بستر تر بشپړیدو وروسته، د قنبر څلورلاري – چهل متره سړک د پخولو د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د اسفالت کار پیل شو.

د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو د رياست د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې د ٥٥٨ مترو په اوږدوالي او ٤٦ متره پلنوالى لري د پراختيا او رغولو په حال کې دى او د بنسټيزو تاسيساتو او خاورو له بشپړېدو وروسته يې د برخو د بټيومينيزم چارې پيل شوې دي.

په دغه سړک کې د پاخه او اساسي سړک جوړول، پلچکونه، ګلدانونه، د څراغونو جوړول او نور جزئيات شامل دي، چې چارې به يې د واورو تر اورېدو پورې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

سږ کال کابل ښاروالۍ د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړونې بېلابېلې پروژې پیل کړې، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.


د مطلب کود: 300607

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300607/په-کابل-کې-د-قنبر-څلورلاري-چهل-متره-سړک-پخولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net