د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۱ نویو تاریخي اثارو د ثبت خبر ورکوي.
په کندز کې د ۱۱ نویو تاریخي ځایونو ثبتول
24 عقرب 1403 ساعت 11:37
د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۱ نویو تاریخي اثارو د ثبت خبر ورکوي.
آوا - کابل: د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر رئیس احمد جاوید رنجبر وايي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ریاست د څیړنو په پایله کې، ۱۱ په امام صاحب، خان آباد او دکندز په مرکز کې سلګونه کاله پخوانۍ سیمې د نویو تاریخي سیمو په توګه ثبت شوې.
هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د تخارستان د جومات ځینې برخې د بیارغونې په حال کې دي او هڅه کوو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او همکارو بنسټونو په همکارۍ یو شمېر تاریخي سیمې ورغوو.
دغه راز دکندز يو شمير ښاريانو دغه تاريخي سيمې د هيواد د کلتور او تاريخ نښه وبلله او د هغو په ساتنه، بيارغونه او بيارغاونه يې ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې تر اوسه د کندوز ٣٠ تاريخي سيمې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې ثبت دي.
د مطلب کود: 300604