د فلسطین له ملت سره په پرېکنده ملاتړ ټینګار/ د اسلامی هیوادونو مشرانو په ملګروملتونو کښې د صهیونیسټ رژیم د شتون د ځنډولو غوښتنه وکړه
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او عربي ټولنې بېړنۍ غونډه چې د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څه باندې ۵۰ هېوادونو د چارواکو په حضور کې جوړه شوې وه، د یوې ۳۸ ماده ییزې اعلامیې په خپرولو سره خپل کار پای ته ورسېد. په دې اعلامیې کې، د عربي او اسلامي هیوادونو مشرانو د ایران په شمول د سیمې د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د خلاف ورزۍ په وړاندې د خبرداري په ترڅ کښې د غزې د خلکو د لا زیاتې وژنې د مخنیوي لپاره له صهیونیسټ رژیم د وسلو د بندیز غوښتنه وکړه.
آوا: د ریاض په غونډه کې ګډون کوونکو پرون یوه اعلامیه خپره او د هغې په ترڅ کې د فلسطین د ملت د حقونو د ملاتړ په اړه، د ۱۹۶۷ کال د جنورۍ د ۴ نیټې په سرحدونو کې د آزادۍ او د یو خپلواک هیواد د درلودلو د حق په شمول د ختیځ بیت المقدس پر پلازمینې ټینګار وکړ.
په دغه اعلامیه کښې د فلسطیني کډوالو د ستنیدو او کډوالو ته د تاوان ورکولو په حق باندې د اړوندو نړیوالو پریکړه لیکونو په تیره بیا د ۱۹۴ پریکړه لیک له مخې ټینګار شوی دی.
همدارنګه په دغه اعلامیه کې راغلي: د فلسطین مسله د ټولو هغو هیوادونو د عادلانه مسلو په څیر ده چې د اشغال څخه د خلاصون لپاره مبارزه کوي او د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس د یهودي کولو او د اشغال د ټینګولو لپاره د اسراییلو هر ډول پریکړه یا اقدام رد دی.
په دغه غونده کښې ګډون کونکو همدارنګه د فلسطین د ابدی پلازمینې په توګه په ختیځ بیت المقدس باندې د فلسطین د بشپړ حاکمیت په دوام ټینګار وکړ.
په ذکر شوې اعلامیې کې راغلي: قدس شریف د عربو او اسلامي امت سره کرښه ده او په قدس کې د اسلامي او عیسوي سپیڅلو ځایونو د دفاع لپاره د اشغال شوي ختیځ قدس د عربي او اسلامي هویت د ملاتړ لپاره بشپړ پیوستون اړین دی.
په دغه اعلامیه کښې د لبنان له جمهوریت، د دغه هیواد د امنیت او ثبات او د دغه هیواد له حاکمیت او د دغه هیواد د اتباعو د امنیت په بشپړ ملاتړ باندې د تاکید په ترڅ کښې، د تېرې سرمشریزې پریکړو او پر غزې او لبنان باندې د اسرائیلو له تیریو سره په مقابله باندې ټینګار شوی دی او په سیمه کې د کړکیچ د زیاتیدو او په لبنان کې د تیریو د پراختیا د خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د ریاض د غونډې په وروستۍ اعلامیې کې د جولای په ۱۹مه د عدالت د نړیوالې محکمې د مشورتي حکمونو د تطبیق غوښتنه هم شوې ده او د غزې په تړانګې باندې د تیریو له پیله تر اوسه د صهیونیسټ رژیم د زرګونو فلسطینیانو د جبري بې درکه کولو (توقیف) جنایت غندلی دی.
په دغه اعلامیه کښې په غزې کښې د صهیونیسټی پوځیانو جنایتونه او نسل وژنه غندل شوې ده سربیره پر دې، د ریاض په غونډه کې حاضرو کسانو په لبنان کې د سمدستي اوربند او د 1701 پریکړه لیک د بشپړ تطبیق غوښتنه وکړه او د نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو د غفلت په رڼا کې د سوریې او ایران له حاکمیت څخه د سرغړونې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د ریاض د غونډې په وروستۍ اعلامیې کښې همدارنګه په غزه کښې د اوربند د ټینګولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د مکلفیت لپاره د امنیت شورا د اووم فصل د پابندۍ پریکړه لیک تصویبولو په ضرورت ټینګار وکړ او له امنیت شورا څخه غوښتل شوي چې نړیوالې اجماع ته ځواب ووایي چې فلسطین په دې سازمان کې د بشپړ غړیتوب مستحق دی.
د دغې غوندې ګډونوالو همدارنګ د اوربند موافقې ته د رسېدو او د بندیانو د تبادلې په لړ کښې له امریکې سره د ملګرتیا لپاره د مصر او قطر د کوششونو په ملاتړ باندې تاکید وکړ او د نړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه یې وکړه چې صهیونیسټ رژیم دې ته اړ کړي چې د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او د قانون په تطبیق کې د دوه ګوني معیارونو غندنه وکړي.
د ریاض د غونډه په وروستۍ اعلامیه کې له ټولو هېوادونو هم غوښتل شوي چې اسراییلو ته وسلې او مهمات ونه لېږي او له امنیت شورا هم غوښتل شوی چې په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټ رژیم د کړکیچ د رامینځته کونکو او غیر قانونی اقداماتو د بندولو لپاره لازم تصمیمونه ونیسي.
د اسلامي همکاریو د سازمان او عربي ټولنې دوهمه بیړنۍ غونډه د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د څه باندې پنځوسو هیوادونو د چارواکو په حضور کې ترسره شوه.
دغه غونډه د ایران په وړاندیز او د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر، سید عباس عراقچي په هڅو ترسره شوه.
د ایرنا د خبر له مخې، د قرغزستان ولسمشر، د مغرب لومړی وزیر، د سومالیا ولسمشر، د چاد ولسمشر، د یمن د ولسمشرۍ د شورا مشر، د الجزایر ولسمشر، د ګینا د بهرنیو چارو وزیر، د فلسطین د ادارې مشر، د قطر امیر، د موریتانیا ولسمشر، د پاکستان لومړی وزیر، د تونس ولسمشر، د مالیزیا لومړی وزیر، د تاجکستان ولسمشر، د مالدیو ولسمشر، د لیبیا د ولسمشرۍ د شورا مشر، د اردن پاچا، د کویټ ولیعهد، د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال، د سوریې ولسمشر، د عراق لومړی وزیر، د سوډان د انتقالي شورا مشر او د دغه هیواد ولسمشر؛ د عربي او اسلامي هېوادونو مشران، چارواکي او استازي په ګډون په دې غونډه کې حاضر وو.