کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نیمروز والي: چارواکي دې د قوانینو د تطبیق په برخه کې په همغږۍ او انګیزه کار وکړي

22 عقرب 1403 ساعت 21:12

هغه د نيمروز ولايت له ملکي او نظامي مسوولينو سره په کتنه کې د قوانينو په تطبيق د ټينګار تر څنګ له هغوى څخه وغوښتل چې قوانين په همغږي توګه تطبيق کړي.


آوا: د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د دغه ولایت له لوړ پوړو نظامي او ملکي چارواکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې په اړوندو چارو کې د ښې همغږۍ او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
د نیمروز والي له دوی سره په لیدنه کې د ښو او بدو د منع قانون په تطبیق کې د ټولو مسوولینو پر لا زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د یاد قانون په تطبیق کې همغږي او هڅي وکړي.
شیخ خالد د دغه ولایت امنیتي مسوولینو ته په خطاب کې وویل: دوی دې د مجاهدینو لپاره اصلاحي او انحرافاتي پروګرامونه تنظیم کړي او د هغوی لپاره دې لازمې اسانتیاوې په پام کې ونیسي.
په دې کتنه کې د نیمروز والي د وسلو د ثبت او ثبات په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري صادر شوی حکم شریک کړ او هغوی یې له ټاکل شوي کمیسیون سره د همکارۍ لپاره مکلف کړل.
ویل کیږي چې دغه حکم د بیت المال د ساتنې په موخه صادر شوی دی.


د مطلب کود: 300530

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300530/د-نیمروز-والي-چارواکي-دې-قوانینو-تطبیق-په-برخه-کې-همغږۍ-او-انګیزه-کار-وکړي

آوا
  https://www.avapress.net