د هوا ککړتیا څخه د کابل ښاریانو اندېښنې/ چارواکي: موږ د تطبیق وړ شپږ میاشتنی پلان پلي کوو
په داسې حال کې چې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په راتلونکي ژمي کې د هوا د ککړتیا د اغېزو په اړه اندېښنه څرګندوي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه دغه اداره د میزان له لومړۍ میاشتې څخه د هجري لمریز کال د کب میاشتې تر پایه پورې د تطبیق وړ شپږ میاشتنی پلان پلي کوي.
آوا - کابل: د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په راتلونکي ژمي کې د هوا د ککړتیا په اړه اندېښمن دي. يو شمېر دغه اوسېدونکي وايي، چې د هوا د ککړتيا د مخنيوي په موخه بايد خلک له دولت سره همکاري وکړي، ترڅو د دوی کورونو د ګرمولو لپاره د ټیټ کیفیت لرونکي موادو د سوځولو څخه مخنیوی وشي.
د کابل اوسېدونکی غلام محمد وويل: «د ډبرو سکاره باید لږ وکارول شي ترڅو هوا ډیر ککړ نشي، ځکه په دې ورستیو کې په کابل کې ګڼې ناروغۍ لیدل شوي چې د ګڼو کسانو ژوند یې اخیستی دی.»
د طلوع نیوز په وینا، په ورته وخت کې، یو شمېر ډاکټران وايي، د هوا ککړتیا د هېوادوالو په منځ کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي. ډاکټر احمد شکیب ظهیر وویل: «د هوا ککړتیا په نننۍ نړۍ کې یوه له سترو ستونزو څخه ده چې د انسان روغتیا ګواښي او د تنفسي ناروغیو، معافیت او حتی سرطان لامل کیږي.»
خو د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي بیا وايي چې دغه اداره به د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه د میزان له لومړۍ میاشتې څخه د هجري لمریز کال د کب میاشتې تر پایه شپږ میاشتنی تطبیقي پلان پلي کړي.
د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د مقرراتو او ککړتیا د کنټرول رئیس، طوفان جبران وویل: «په همدې موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې شپږ میاشتنی پلان وړاندې کړی چې د میزان له میاشتې پیل او د کب میاشتې تر پایه به دوام وکړي.»
له دې نه مخکې، د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د مقرراتو او ککړتیا د کنټرول رئیس وايلی و چې لوړې ودانۍ، فابریکې او بې ارزښته موټر چې د هوا د ککړتیا لامل کیږي، د کابل په ګډون په شپږو لویو ولایتونو کې په جدي توګه ارزول او اداره کیږي.
سرچینه: د افغان غږ آژانس (آوا)- کابل