د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د کابل ښار د هوا په ککړتیا کې ۳۰ سلنه د استوګنې ځایونه، ۲۵ سلنه ښاري ترانسپورت، ۲۰ سلنه صنعتي فعالیتونه، ۱۵ سلنه سړکونه او ۱۰ سلنه نور فعالیتونه ونډه لري.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره:
د استوګنې ځایونه او ښاري ترانسپورت د کابل د هوا په ککړتیا کې لوی رول لوبوي
22 عقرب 1403 ساعت 15:25
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د کابل ښار د هوا په ککړتیا کې ۳۰ سلنه د استوګنې ځایونه، ۲۵ سلنه ښاري ترانسپورت، ۲۰ سلنه صنعتي فعالیتونه، ۱۵ سلنه سړکونه او ۱۰ سلنه نور فعالیتونه ونډه لري.
آوا - کابل: نن سه شنبه د عقرب ۲۲ مه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خاتم النبیین پوهنتون په همکارۍ یو علمي او پوهاوي سیمینار جوړ شو د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه په کابل کې د سلګونو محصلینو په ګډون سره.
په دغه سيمينار کې د خاتم النبيين (ص) د پوهنتون کلتوري مسوول ډاکتر ناصري د الهي لارښوونو او نبوي سنتو له نظره د چاپيريال په ارزښت او اهميت خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ککړتیا د کمولو امر انجنیر بصیر امین د هوا د ککړتیا د ریاست او د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره د تقنیني سندونو او د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو په برخه کې د دې ادارې د کړنو په اړه تفصیلي خبرې وکړې. .
هغه وويل، چې د کابل ښار د هوا په ککړتيا کې ٣٠ سلنه د استوګنې ځايونه، ٢٥ سلنه ښاري ترانسپورت، ٢٠ سلنه صنعتي فعاليتونه، ١٥ سلنه خام سړکونه او لس سلنه نور فعاليتونه ونډه لري.
د دغه سیمینار په پای کې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د مسوولینو له خوا د چاپیریال ساتنې متخصصینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
د مطلب کود: 300498