د ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو انجنیرانو څلور ټانکونه ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د څلورو روسي ټانکونو ترمیم
22 عقرب 1403 ساعت 14:30
د ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو انجنیرانو څلور ټانکونه ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.
آوا - کابل: نن سه شنبه (۲۲ عقرب) د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ایکس پاڼه ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو د مسلکي پرسونل د هڅو په پایله کې دغه روسیې ټانک ترمیم او د کارونې لپاره چمتو شوی دی.
خبرځاى زياته کړه چې په ترميم شويو وسايطو کې دوه روسي "T55" ټانګونه او دوه "T62" ټانګ موټر شامل دي چې د ملي اردو د مسلکي او روزل شويو منسوبينو په هلوځلو سره ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.
د يادونې وړ ده، چې په مرکز او قول اردو کې د ملي دفاع وزارت تخنيکي ټيمونو زرګونه غير فعال پوځي وسايط بېرته فعال او فعال کړي دي.
د مطلب کود: 300486