د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د پکتیکا او سرپل ولایتونو له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت په لیکو کې هیڅ ډول ژبني او سمتي تبعیض نشته.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي امارت په لیکو کې هر ډول ژبني او سمتي تبعیض رد کړ
22 عقرب 1403 ساعت 11:14
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د پکتیکا او سرپل ولایتونو له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت په لیکو کې هیڅ ډول ژبني او سمتي تبعیض نشته.
آوا - کابل: ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا او سرپل ولایتونو له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د دغو ولايتونو سيمه ييزو مسوولينو وويل چې د اسلامي نظام د ټينګښت او د خلکو د ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ کار کوي.
دوی زیاته کړه، په سرپل او پکتیکا ولایتونو کې د چارواکو تر منځ ښه همغږي شتون لري او د پرمختیايي پروژو د پلي کولو لپاره هڅې روانې دي.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دې کتنه کې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی، چې د دوی د مبارزې او سرښندنو په پایله کې رامنځته شوی دی.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې د اسلامي امارت په لیکو کې هیڅ ژبني او سمتي تبعیض نشته او ټولو افغانانو ته د یو شان په سترګه کتل کیږي.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال هم ډاډ ورکړ، چې د پکتیکا او سرپل ولایتونو د اوسېدونکو ستونزو ته به پاملرنه وشي.
د مطلب کود: 300472