د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې د پنجشېر ولايت له والي سره په کتنه کې د دغه ولايت د طبيعي زېرمو په برخه کې د پانګونې په برخه کې د بهرنيو پانګوالو د جلب او جذب ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دغه اداره چمتو ده چې په دغه ولايت کې لا زياتې همکارۍ وکړي.
د پنجشیر ولایت طبیعي زیرمو ته د بهرنیو پانګوالو د جلبولو لپاره د ملګرو ملتونو هڅې
22 عقرب 1403 ساعت 10:19
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې د پنجشېر ولايت له والي سره په کتنه کې د دغه ولايت د طبيعي زېرمو په برخه کې د پانګونې په برخه کې د بهرنيو پانګوالو د جلب او جذب ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دغه اداره چمتو ده چې په دغه ولايت کې لا زياتې همکارۍ وکړي.
آوا - کابل: د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی دی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتنبایوا د دغه ولایت له والي حافظ محمد آغا حکیم سره وکتل.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې د خپل سفر په ترڅ کې په پنجشیر کې د بشري حقونو، امنیت، حکومتوالۍ او د سولې د فضا وضعیت وارزاوه او په دې برخه کې یې د دغه سازمان د چمتووالي ډاډ ورکړ.
هغه همداراز ټینګار وکړ، چې دوی چمتو دي، چې د روغتیا، پوهنې، کرنې، چاپېریال، د کانونو د تخنیکي استخراج، د ګرځندوی صنعت د ودې او د بانکدارۍ او وړو پورونو د ودې په برخو کې له پنجشیر سره جدي همکاري وکړي.
د هغه په وينا، نړيوال شرکتونه او د سيمې د ډېرو هېوادونو سفيران لېواله دي، چې د دغه ولايت د کانونو د استخراج له بنسټونو څخه د ليدنې په موخه پنجشېر ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان استازې په تخنیکي لحاظ په دغه ولایت کې د کانونو په برخه کې د بهرنیو پانګوالو د هڅونې په برخه کې د دغه سازمان د هڅو ډاډ ورکړ.
له بلې خوا په دې کتنه کې دپنجشير والي حافظ محمد آغا حکيم ددغه ولايت دبنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخه کې د نړيوالو بنسټونو او دلومړي درجې مرستندويانو دجذبولو غوښتنه وکړه.
هغه په دې خبرې سره چې اوس په پنجشېر ولايت کې امنيت تامين شوى دى او په دغه ولايت کې د نشه يي توکو کښت، ترافيکي او قاچاق او د امنيتي ضد پېښو کچه صفر ته رسېدلې ده، زياته يې کړه چې په دې برخه کې هېڅ ډول اندېښنه نشته او دا د خلکو د خدمت او خدمت لپاره يو مناسب ډګر دى.
د پنجشېر والي د کرنيزو ځمکو نشتوالى، د توليدي فابريکو او ځينو نورو عايداتي سرچينو نشتوالى د پنجشير د خلکو له مهمو ستونزو څخه وبلل او زياته يې کړه، چې د پنجشير اوسېدونکي له اقتصادي ننګونو سره مخ دي او د ولايتي ادارې پاملرنه ورته ډېره ده.
د هغه په وينا، پنجشېر په څلورو موسمونو کې د طبيعي پېښو له ګواښ سره مخ دى.
نوموړي دغه راز د سړکونو، پلونو، کرنيزو کانالونو، د اوبو لګولو او استنادي دېوالونو جوړول د دغه ولايت د خلکو له عاجلو اړتياوو څخه ياد کړل.
ښاغلي حکیم په پنجشیر کې د پوهنې وزارت په همکارۍ د بې سوادۍ د له منځه وړلو د عملي پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د ښوونکو او زده کوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې جدي هڅې کوي، ځکه د ده په وینا په تېرو شلو کلونو کې په دغه ولایت کې د پوهنې د ظرفیت لوړولو او د بې سوادۍ له منځه وړلو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
هغه د ښځو لپاره د کار زمینې برابرولو ته په اشارې سره وویل، موږ له مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل چې په پنجشیر کې ښځو ته د غالۍ اوبدلو او د چرګانو د فارم جوړولو په برخه کې مسلکي کورسونه برابر کړي، چې هیله لرو په دې برخه کې هم پاملرنه وشي.
دپنجشير والي دغه راز دنورستان ،بغلان اوبدخشان له ولايتونو سره دپنجشير د نښلولو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې په پام کې لري دغه ولايت له کاپيسا او تخار ولايتونو سره وصل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو استازي د پنجشير ولايت د ګرځندوى صنعت ظرفيت ته په اشارې سره، په دغه ولايت کې د نړيوالو مرستو د بوديجې او د کوچنيو بانکونو د پورونو د برابرولو اعلان وکړ.
د مطلب کود: 300461