کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د اوبو او معدنی سرچینو مدیریت، د انرژۍ او اوبو، کانونو او پټرولیم وزیرانو د بحث تمرکز

21 عقرب 1403 ساعت 11:07

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم، انرژۍ او اوبو سرپرست وزیرانو د هېواد د کاني زیرمو د ښه مدیریت، سوداګرو ته د پانګونې د زمینې په برابرولو، د اوبو د بندونو پر جوړولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي خبرې وکړې.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د انرژۍ او اوبو له سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د هېواد د کاني زېرمو د ښه مديريت، سوداګرو ته د پانګونې د زمينې په برابرولو، د اوبو د بندونو پر جوړولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي خبرې وشوې.
ويل کيږي چې په دې کتنه کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې د هېواد د کانونو له عوايدو څخه د اوبو د بندونو د جوړولو په برخه کې به د کانونو د ستونزو د حل په برخه کې هراړخيزه همکاري وکړي.
په ورته وخت کې سرپرست حکومت د کانونو د استخراج په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د هېواد د اقتصادي سکټور د پراختیا ترڅنګ د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.


د مطلب کود: 300407

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300407/د-هېواد-اوبو-او-معدنی-سرچینو-مدیریت-انرژۍ-کانونو-پټرولیم-وزیرانو-بحث-تمرکز

آوا
  https://www.avapress.net