کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو په استخراج سره په هېواد کې لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

20 عقرب 1403 ساعت 15:16

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د کار او ټولنیزو چارو له معین سره په کتنه کې ویلي چې د هېواد د کانونو په پروژو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، ۲۰ عقرب) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د دغه وزارت له سرپرست مولوي محمد زاهد احمدزي سره کتلي دي. 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د هېواد د طبيعي او کاني زېرمو د ښه مديريت، د پانګونې د جلبولو، د کانونو په پروژو کې د کاري فرصتونو د برابرولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د لا زياتې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظريو تبادله وشوه.
ملا هدایت الله بدري په دې کتنه کې وویل چې افغانستان د کاني زیرمو پراخې زېرمې لري چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو په جلبولو، د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ، د کارموندنې او د بې وزلۍ او بېکارۍ په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی شي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې اوس مهال د کانونو په پروژو کې لسګونه زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې او د وخت په تېرېدو سره به د کار ساحه پراختیا ومومي او د کار زمینه به ورته برابره شي.
له بلې خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره له لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه او د کانونو او پټرولیم وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترمنځ یې د لا زیاتې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. د کار ګمارنې په برخه کې.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې په هېواد کې د زېربنايي پروژو د ځنډېدو له امله بېکاري او بېوزلي زياته شوې ده.


د مطلب کود: 300365

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300365/د-کانونو-په-استخراج-سره-هېواد-کې-لسګونه-زره-کسانو-ته-کار-زمینه-برابره-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.net