د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ نن سهار اعلان وکړ چې د اشغال شوي فلسطین په جنوب کښې یې یو مهم پوځي هدف د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړ.
د اشغال شوې فلسطیني خاورې په جنوب کې د عراق د اسلامي مقاومت د ډرون برید
20 عقرب 1403 ساعت 12:14
د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ نن سهار اعلان وکړ چې د اشغال شوي فلسطین په جنوب کښې یې یو مهم پوځي هدف د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړ.
آوا: د عراق د اسلامی مقاومت ډلی نن سهار (یکشنبه، ۲۰ عقرب) اعلان وکړ چې د اشغال شوی فلسطین په جنوب کې یې یو مهم پوځی هدف د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړی دی.
د دغه بیان له مخې د عراق مقاومت دغه عملیات د شنبه په وروستیو ساعتونو کښې ترسره کړل او د اسرائیلو د رژیم د جنایتونو په وړاندې د فلسطین او لبنان له خلکو د دغه غورځنګ د ملاتړ په لړ کښې ترسره شول.
د تېرې ورځې (شنبه) په ترڅ کې د عراق مقاومت د اسرائیلي رژیم پر ضد درې ډرون عملیات کړي دي او د دغو عملیاتو ټولټال شمېر ۲۱۰ عملیاتو ته رسېږي. دغه غورځنګ د دغې ډرون د لېږلو د شېبې ويډيو خپره کړې ده.
د مطلب کود: 300352