کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه

20 عقرب 1403 ساعت 10:18

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره په کتنه کې د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال له افغانستان سره د پراختیا، د نشه یي توکو د له منځه وړلو، د بدیل کښت، کاري فرصتونو او په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر رونیکا بوسوک پوهر سره په کتنه کې ویلي چې د اسلامي امارت د نړۍ ټولو اندیښنو ته یې ځواب ویلی چې افغانستان له ګواښونو سره یې مقابله کړې ده.

مېرمن بوسویک پوهار زیاته کړه چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال له اروپايې ټولنې له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړيکې غواړي.

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال وويل چې اسلامي امارت له خپلې بودجې څخه دهېواد دجوړولو کار پيل کړى دى او داقتصادي خودکفايۍ لپاره هلې ځلې کوي .

مولوي عبدالکبیر ویلي چې اوس مهال اسلامي امارت په بهر کې څلویښت سیاسي نمایندګان لري او دا شمیر مخ په ډیریدو دی.

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال له افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې د پراختيا، د نشه يي توکو د له منځه وړلو، د بديل کښت، کاري فرصتونو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې مهمې وبللې.


د مطلب کود: 300337

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300337/اسلامي-امارت-د-نشه-يي-توکو-له-منځه-وړلو-په-برخه-کې-افغانستان-سره-اروپايي-ټولنې-مرستو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net