د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس تنه ټپیان شوي دي.
په لغمان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله لس تنه ټپيان شول
19 عقرب 1403 ساعت 11:05
د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس تنه ټپیان شوي دي.
آوا - کابل: د لغمان د پولیسو ویاند وايي، دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د کابل – جلال آباد پر لویه لار د لغمان په مربوطاتو کې د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
روغتيايي سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بللى دى.
د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ترافیکي پېښو لاملونه بلل کېږي.
د مطلب کود: 300265