د اوبو او انرژۍ وزارت: د شاه او عروس بند به په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
آوا - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ د عقرب په ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د "شاه او عروس" بند به په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خبرځاى زياته کړه: ددغه بند کار چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په لاره اچول کيږي په نږدې راتلونکي کې به بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د انرژۍ او اوبو وزارت د معلوماتو له مخې، له دې بند څخه په ګټې اخیستنې سره به د ځمکې لاندې اوبو ته د تغذیې او د موسمي سېلابونو د کنټرول تر څنګ هر کال ۳۰ میلیونه متر مکعبه اوبه تنظیم او له ۲۷۰۰ تر ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي، چې ۵ میلیونه متر مکعب د څښاک اوبه به برابرې شي او ۱۰۲ میګاواټه برېښنا به تولید شي.
د "شاه او عروس" بند پروژه د افغانستان د اوبو د تنظیم د ملي ادارې له مهمو پروژو څخه ده، چې د دغه بند د جوړولو ټولیز لګښت نږدې ۵۲ میلیونه امریکايي ډالره دی. د دې برخې بشپړیدل د هیواد لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي، چې ګڼې اقتصادي ګټې لکه د کار پیدا کول، د زیربناوو ښه والی او د کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا له ځانه سره لري.