امریکايي سیاستوال ته د ملک ستیز خطاب: آيا د فلسطيني ماشومانو وينه د اوکرايني ماشومانو په پرتله کمرنګه ده؟!
په نړیوال ډګر کې پیژندل شوی څیړونکی، ملک ستیز په خپله ایکس پاڼه کې په یوه نوې مقاله کې، په غزه او لبنان کښې د صهیونیسټ ماشوم وژونکې رژیم د جنایتونو ته په اشارې سره، د امریکا د پخوانۍ وزیرې میرمن هیلیری کلینټن په څرګندونو نیوکه وکړه، چې له روسیې وغوښتل چې که سوله غواړي، لومړی دې په اوکراین کې پر روغتونونو بمباري بنده کړي. ملک ستیز: «خو کاش چې میرمن کلینټن اسراییلو ته هم دا ډول پیغام واستوي.»
آوا: ښاغلي ستيز په دې مقاله کې لیکلي: مېرمن هیلري کلنټن څومره ښکلې وېلې ده: «که روسیه سوله او اوربند غواړي، نو لومړی دې پر روغتونونو بمباري بنده کړي.»
هغه خپلو نيوکو ته يې دوام ورکړی: د مشهور امریکایی سیاستوال دا پیغام بالکل ریښتیا دی، خو کاش چې هغه اسراییلو ته هم دا ډول پیغام واستوي.
د دې مشهور نړیوال څیړونکي په وینا: «اسراییل په غزه کې نه یوازې روغتونونه، بلکې ښوونځي، وړکتونونه، د خلکو کورونه، د کډوالو سرپناه، ټپیانې خیمې، مرستندویه ډلې، ځمکې او حتی څاروي هم ویجاړوي، خو د دغه امریکايي سیاستوال او د هغه د هیواد د سیاسي مشرانو غږ نه پورته کېږي.»
هغه د خپلې مقالې په دوام کې دا جدي پوښتنې راپورته کړې: «آیا د فلسطینی ماشومانو وینه د اوکراین د ماشومانو له وینو څخه کمرنګه ده؟ آیا يو اروپایی انسان، له یوه جګړه ځپلې ټولنې مسلمان او غریب انسان څخه ډیر انسان دی؟»
ښاغلي ستیز په پای کې ټينګار کړی دی، هر هغه څوک چې یو بې ګناه انسان ووژني، غندل کیږي، «که هغه پوتین وي یا نتنیاهو.»
دا په داسې حال کې ده چې، په غزه او لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه، نه یوازې د امریکا، بلکې د ډیری لویدیځ هیوادونه او په ځانګړې توګه د نړیوال سازمانونه او بنسټونه چې د بشري حقونو او ماشومانو د حقونو دفاع کوي؛ دوه مخې سیاستونه او چلندونه يې تل د نړۍ له نیوکو سره مخامخ شوی دی. همدارنګه په افغانستان کې هم د بشري حقونو د مسلو په اړه دغه تګلارې او چلندونه ډېر څرګند دي.
له بلې خوا، له دې نه مخکې هم، موږ د افغان او اوکرایني مهاجرینو او کډوالو په اړه د لویدیځ په ځانګړې توګه د اروپايي هیوادونو د دوه مخې سیاست شاهدان یو.