کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یحیی سنوار د ژوند وروستۍ شېبې؛ شهید سنوار له شهادت درې ورځې مخکې هیڅ نه دي خوړلي

17 عقرب 1403 ساعت 12:11

«الشرق الاوسط» ورځپاڼې د حماس غورځنګ له د ننه او نږدې سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړي دي چې ښيي چې د یحیی السنوار له ناڅاپې شهادت مخکې د غاصب رژیم پوځیان، لږترلږه پنځه ځله هغه ته نږدې شوي وو. همداراز ویل شوي چې شهید سنوار له شهادت څخه ۷۲ ساعته مخکې، هېڅ څه نه دي خوړلي.


آوا: د الشرق الاوسط ورځپاڼې په یوه راپور کې چې «د حماس د ننه د باخبرو سرچینو» په وینا بیان شوی دی، په غزه کې د شهید یحیی السنوار د خوځښتونو او حرکتونو نوي جزیات خپاره کړل.

دې ورځپاڼې د حماس غورځنګ له د ننه او نږدې سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړي دي چې ښيي چې د یحیی السنوار له ناڅاپې شهادت مخکې د غاصب رژیم پوځیان، لږترلږه پنځه ځله هغه ته نږدې شوي وو. نوموړی تیره میاشت د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح په «تل سلطان» سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو په عادي پوځي عملیاتو کې شهید شو.

دغو سرچینو د جګړې پر مهال د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر او د هغه د ملګرو د حرکتونو جزئیات افشا کړي دي. همدارنګه دوی اشاره وکړه چې شهید السنوار د خپل ورور زوی، «ابراهیم محمد السنوار» د شهادت د جزیاتو په اړه چې ورسره وو او د هغه د تدفینو ځای یو پیغام د هغه کورنۍ ته یې لیږلې وه. په شرق الاوسط کې باخبرو سرچینو، همدرانګه ویلي چې یاد شوی پیغام د یحیی السنوار له شهادت دوه ورځې وروسته د هغه د ورور کورنۍ ته ورسید، هغه هم په داسې طریقه چې د سختو امنیتي ملحوظاتو له امله چې شهید السنوار یې رعایت کاوه، نو دوه میاشتې وخت واخیست ترڅو دغه پېغام خپل منزل ته ورسېد.

په دې راپور کې راغلي چې په خان یونس کې څو تونلونو ته له ننوتلو وروسته اسرائیلي پوځیان، د تونلونو د ننه د کیمرو ثبت شوي عکسونو سره مخامخ شو چې شهيد السنوار يې دننه په يو تونل کې د ځینې ​​تجهیزاتو د ځائ پر ځائ کولو په حال کې وښودله. هغه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ له برید څخه څو ساعته مخکې (د طوفان الاقصی عملیات) او همدارنګه د برید په ورځ، له خپلې کورنۍ سره په دغه تونل کې و.

د دغه راپور له مخې، صهیونیسټي پوځ د خان یونس په تونلونو کښې شهید السنوار ته په رسیدو کښې بریالي ونشو، په دې ترڅ کې یحیی السنوار هم مجبور شو د دوامداره تعقیب له امله، خپله میرمن او ماشومان بل ځای ته انتقال کړي.

د دغو سرچینو په وینا کوم چې الشرق الاوسط دوی ته «د باور وړ سرچینې» بللې، د شهید یحیی السنوار میرمن او ماشومان اوس په بشپړ روغتیا کې دي؛ په همدغو د تعقیب شپو ورځو کې هم په هرو 45 ورځو کې، دوی د شهید السنوار لخوا لیکلي پیغامونه ترلاسه کول.

د فارس په وینا، صهیونیسټي اشغالګر پوځ د جنورۍ په میاشت کښې په خان یونس باندې حمله پیل کړه او دا وړاندوینه یې وکړه چې شهید یحیی السنوار د دغه ښار په یوه تونل کې پټ دی؛ په دې موده کې شهید یحیی السنوار له خپل ورور، محمد، «محمد ضیف» او «رافع سلامه» د خان یونس د کنډک قوماندان سره وو.

په هرصورت، دا څلور کسان یو بل سره تل یوځای نه وو او کله کله به د جګړې په جریان کې په موقتي توګه سره جلا شول. دوی به ساعتونه یا ورځې د یو بل سره یوځای تیر کړل او بیا د ساحې د شرایطو پر بنسټ، د یو بل څخه جلا شول. يوه عجيبه پېښه، په الشرق الاوسط کې یادې سرچینې همداراز دوی یو راز څرګند کړ چې یوازې لږ خلک پرې خبر دي؛ د هغوی په وینا یوه ورځ اسرائیلي پوځیان له هغه کور څخه چې شهید السنوار په کښې وو، یوازې څو متره فاصله درلود. هغه یوازې د یو کس سره چې د هغه په ​​پټولو کې مرسته کاوه او د هغه شخصي ساتونکی و، په ​​کور کې و.

شهید سنوار مسلح او چمتو و چې په کور باندې د اسراییلو د احتمالي پوځي برید په صورت کې، له دوی سره په جګړه کې ښکیل شي، خو ناڅاپه د حماس جنګيالي د کور د دېوال په نړولو سره ننوتل، دوی په تصادفي توګه له شهید سنوار سره مخامخ شوي وو؛ د حماس جنګیالي په ښاري جګړه کې د کورونو د دیوالونو په نړولو سره حرکت کاوه او دلته هم په دې صورت کې د کور په دیوال کې د سوري په جوړولو سره دوی د شهید سنوار سره ملاقات وکړ.

شهید یحیی السنوار سمدستي له کور څخه ووت او د حماس مجاهدین د نږدي کورونو په دیوالونو کې د جوړ شوي سوريو په واسطه هغه شاوخوا یو کیلومتر لیرې خوندي کور ته ولیږدول. هغه بیا بل کور ته لاړ او هلته یې له خپل ورور محمد او رافع سلامه سره ولیدل. دغه درې کسان په سیمه کې د اسرائیلو د عملیاتو په پراخیدو سره او د الناصر روغتون څخه په لسګونو متره فاصله کې، دوی له يو بل څخه جلا شول.

باخبره سرچینې وايي چې نوموړی د خپل ورور محمد السنوار، رفیع سلامه او د حماس د مجاهدینو تر فشار لاندې د فبرورۍ په میاشت کې له خان یونس څخه رفح ته لاړ شو.  په هغه وخت کې اسرائیلي اشغالګرو په خان یونس تقریباً بشپړ تسلط درلود او په حقیقت کې یې محاصره کړې وه.  خو د ځمکې لاندې او ځمکنۍ تګ راتګ سره، هغه په ​​خوندي توګه رفح ښار ته انتقال شو.

یو وراره چې تر پایه د خپل تره تر څنګ ولاړ و

د حماس د اړوندو سرچینو په حواله د شهید یحیی السنوار ورور «محمد السنوار» زوی «ابراهیم محمد السنوار» چې د قسام له مخکښو مشرانو څخه وو، په ټوله جګړه کې يې دغه شهيد نه پرېښود. یحیی او محمد دواړو په خپلو اولادونو ابراهیم نومیده.

ابراهیم محمد سنوار د اګست په میاشت کې هغه مهال په ډزو ووژل شو چې په رفح کې له تونل څخه د اشغالګرو د خوځښتونو د څارنې په موخه وتلی و، چې وویشتل شو او شهید شو.

شهید یحیی سنوار د خپل ورور کورنۍ ته یو پیغام واستاوه چې په هغه کې یې د ابراهیم د شهادت څرنګوالی او د هغه د ښخولو ځای یې د ځمکې لاندې تونل کې په نښه کړی و. هغه دا هم لیکلي و چې هغه خپله په جنازه باندې يې لمونځ وکړه.  دا پیغام دوه ورځې وروسته د سنوار د شهادت څخه د ابراهیم کورنۍ ته ورسید.  دا پدې مانا ده چې د پیغام لیږلو لپاره یې له دوو میاشتو څخه زیات وخت واخیست.

د یحیی السنوار له شهادت دوه ورځې وروسته د محمد السنوار کورنۍ ته د هغوی د مشر زوی د مړینې په اړه د دغه پیغام رارسیدل، د حماس د سیاسی دفتر د مشر د امنیتی حالاتو د سختوالی او پیچلتیا ښودنه کوی. پداسې حال کې چې هغه د اسراییلو لخوا تر تعقيب لاندې و، هغه سخت او محتاط ګامونه پورته کول ترڅو د داسې ضعیف ټکي رامینځته کولو مخه ونیسي چې د اشغالګرو اردو ته یې اسانه لاسرسی ومومي. دا مسله هم د هغه د شهادت "تصادفي" ډول تشریح کوي.

باخبرو سرچینو الشرق الاوسط ته ویلي، چې شهید یحیی السنوار څو میاشتې په رفح کې پاتې شوی او بېلابېلو سیمو ته تللی دی.  نوموړی د تېرې مې میاشتې له وروستیو راهیسې د رفح په لوېدیځو سیمو کې ځای پر ځای شوی و او د ځمکې لاندې او د ځمکې باندې سیمو کې حضور درلود.

د دغو سرچینو په وینا، د خپل ورور محمد، محمد ضعیف او رفیع سلامه څخه د جلا کیدو په ټوله موده کې، هغه وخت په وخت له دوی سره د لیکلو پیغامونو له لارې خبرې کولې. هغه د دې ارتباط لپاره خپل ځانګړي او ځانګړي امنیتي میتودونه کارولي. هغه د فلسطین دننه او بهر د حماس له مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره هم د همدې طریقې څخه کارولې، په ځانګړې توګه کله چې د هر ډول اوربند او د بندیانو د تبادلې وړاندیزونو په اړه د منځګړیتوب سره اړیکه ونیوله.

د لوږې په وخت کې شهادت

د الشرق الاوسط د ذکر شویو سرچینو له مخې، شهید یحیی السنوار او د هغه ملګري د خوراکي توکو په لاس ته راوړلو کې له سختۍ سره مخ وو، په ځانګړې توګه په تیرو دریو ورځو کې چې دوی هیڅ خواړه نه دي خوړلي. د هغو انځورونو له مخې چې د شهید یحیی السنوار د ګرځنده وسایلو په اړه خپاره شوي دي، د څو دانې شیرینی/ کینډی شتون ښيي چې دا شهید د خپل با برکته ژوند په وروستیو ورځو کې د خوړلو لپاره یوازې څو دانې شیرینی/ کینډی درلودې.

په وروستيو 15 ورځو کې د تل سلطان کنډک قوماندان محمود حمدان چې د یحیی السنوار له شهادته یوه ورځ وروسته شهید شو، هڅه وکړه هغه له دغې سیمې وباسي او خوندي سیمې ته یې انتقال کړي.  خو په سیمه کې د پوځي عملیاتو د شدت له امله دغه هڅې ناکامې شوې.

دغو سرچینو دا هم ویلي، چې شهید السنوار په ډېرو عملیاتو کې ټینګار کاوه چې خپله باید په عملیاتو کې شتون ولري، خو هر وخت د جګړې د شرايطو له امله مجبور شو چې خوځښت ولري، او همداراز هغه په ​​شخصي توګه څو ځله د اشغالګرو ځواکونو سره په سختو نښتو کې شتون درلود.


د مطلب کود: 300186

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300186/د-یحیی-سنوار-ژوند-وروستۍ-شېبې-شهید-له-شهادت-درې-ورځې-مخکې-هیڅ-نه-دي-خوړلي

آوا
  https://www.avapress.net