کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد: ویاندان باید خپله مسلکي پوهه زیاته کړي

17 عقرب 1403 ساعت 11:36

د سرپرست حکومت عمومي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د وزارتونو او خپلواکو رياستونو له وياندويانو سره د همغږۍ په غونډه کې له هغوى وغوښتل، چې خپله مسلکي پوهه پياوړې کړي. نوموړي د دولتي رسنیو له مرکز څخه هم وغوښتل چې د دوی د ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز کورسونه جوړ کړي.


آوا - کابل: د وزارتونو او خپلواکو ادارو له ویاندویانو سره د سرپرست حکومت د ویاند د دفتر د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
 
د سرپرست حکومت عمومي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې ناسته کې د وياندويانو کار او خدمت يو مهم مسووليت وباله او ويې ويل، چې بايد د وزارتونو او خپلواکو رياستونو د وياندويانو ترمنځ د همغږۍ غونډې جوړې شي.
 
نوموړي همدا راز د دولتي رسنیو له مرکز څخه وغوښتل چې د ویاندویانو د ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
 
ښاغلي مجاهد همدا راز له ویاندویانو څخه وغوښتل چې خپل مسلکي پوهه زیاته کړي او ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړي ترڅو هیوادوال د کردانو د کار او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه پر وخت معلومات ترلاسه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم يو شمېر خبريالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي د نشتوالي او د وياند له لوري د ځواب نه ورکولو په اړه دولتي رسنيو مرکز ته شکايتونه کړي وو.


د مطلب کود: 300169

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300169/مجاهد-ویاندان-باید-خپله-مسلکي-پوهه-زیاته-کړي

آوا
  https://www.avapress.net