کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو ځایونو څخه دی چې د ښځو لپاره د زیږون لپاره خورا ستونزمن دی

16 عقرب 1403 ساعت 14:29

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو لپاره د زیږون په برخه کې تر ټولو ستونزمنه سیمه ده او په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امیندوارۍ او ماشوم زیږون د مخنیوي وړ اختلالاتو له امله مري.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د هیواد کمزوری روغتیایی زیربناوې او د میندو او زیږون روغتیایی خدمتونو ته محدود لاسرسی په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د میندو او ماشومانو لپاره له جدی خطرونو سره مخ دی. 
په دې اعلامیه کې راغلي: افغانستان لا هم په نړۍ کې د ښځو لپاره د زیږون په برخه کې یو له ستونزمنو سیمو څخه دی. په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امیندوارۍ او زیږون پورې اړوند د مخنیوي وړ اختلاطاتو له امله مري.
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې شاوخوا یو پر درېیمه مېرمنې له روغتیايي مرکزونو بهر زیږون کوي.


د مطلب کود: 300123

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300123/افغانستان-په-نړۍ-کې-یو-له-هغو-ځایونو-څخه-دی-چې-د-ښځو-لپاره-زیږون-خورا-ستونزمن

آوا
  https://www.avapress.net