کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزارت په ایمرجنسي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا ټینګار وکړ

16 عقرب 1403 ساعت 12:04

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د بیړنیو حالاتو د عمومي ریاست له رئیس سره په کتنه کې په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو له خوا د برابرو شویو خدمتونو، د ظرفیتونو د لوړولو او پراختیا په برخه کې د لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو پر پیلولو خبرې وکړې.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په افغانستان کې د بیړنیو حالاتو د ادارې له عمومي مدیرې روزسیلا میکیو سره وکتل.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو د خدمتونو د وړاندې کولو، د ظرفیتونو د لوړولو او د شته روغتیايي خدمتونو د پراخولو په برخه کې د لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو پر پیلولو خبرې وکړې.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي، چې دوی د معلولینو ناروغانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي پروګرامونو د پیل په اړه هم خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تر څنګ په افغانستان کې د بېړنیو حالاتو د ادارې له عمومي رئیس څخه وغوښتل چې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو په پیلولو کې ورسره زیاته همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مسوول ایمر ګینسي وویل، موږ ژمن یو چې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ له عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړو.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد یو شمېر طبي پرسونل د هېواد دننه د تخصصي کورسونو په جوړولو سره د طبي علومو د زده کړې په موخه ګاونډیو هېوادونو ته ولېږي، څو افغانستان د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د خپلواکۍ پر لور حرکت وکړي.


د مطلب کود: 300102

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300102/د-عامې-روغتیا-وزارت-په-ایمرجنسي-روغتون-کې-روغتیايي-خدمتونو-پر-پراختیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net