کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد په ځینو سیمو کې د سیندونو د سطحې لوړوالی

16 عقرب 1403 ساعت 10:18

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د هېواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو له امله د سیندونو د سطحې د لوړېدو احتمال اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو له امله ښايي د سمندر سطحه لوړه شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هریرود، مرغاب او امو سیندونو په اوږدو کې د نسبتاً سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د اقلیمي بدلونونو او پرله پسې وچکالیو له امله افغانستان د اوبو د کچې د ټیټوالي له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
بايد يادونه وسي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا قيام وروسته د اقتصادي پرمختيايي پروژو د پيل تر څنګ د اوبو د کاناليزاسيون په برخه کې هم د پام وړ هڅې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به د پنجشېر د اوبو د کابل ښاریانو د اوبو د کمښت د ستونزو د هواري لپاره به سمندري کانالونه جوړ شي.


د مطلب کود: 300075

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300075/د-هیواد-په-ځینو-سیمو-کې-سیندونو-سطحې-لوړوالی

آوا
  https://www.avapress.net