کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په اتباعو باندې د پولې ته څېرمه د ډزو د ادعا «یو شی چې شتون نلري» د تحقیقاتو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حیرانتیا او ناخوښي څرګندونه

15 عقرب 1403 ساعت 16:37

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران پولې ته څېرمه د هېواد پر اتباعو د ډزو د ادعا «یو شی چې شتون نلري» د افغانستان حکومت د څېړنو په اړه حیرانتیا او ناخوښي ښودلې ده.


آوا - تهران: د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، اسماعیل بقایی نن دوشنبه د لړم ۱۴مه، په خپل اونيز مطبوعاتي کنفرانس کې له خبریالانو سره، د ایران پولې ته څېرمه د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د پورته شویو ادعاوو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: د افغانستان چارواکو په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې دي. له دې نه چې له «یو شی چې شتون نلري» راپورونه جوړ شو او د افغانستان ځینو چارواکو هم دغه بې بنسټه خبرونه جدي نیولي دي، موږ حیران او ناخوښه یو.

هغه هیله څرګنده کړه چې هرڅوک به له دې مسلې څخه زده کړه وکړي ترڅو په رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو په اړه ډیر احتیاط وکړو.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبه په ورځ د لرم ۱۰مه، د اسلامي امارت د ویاند دفتر د ایران او پاکستان تر منځ پر پوله د «دره کلگان» په سیمه کې زموږ د یو شمیر هیوادوالو د مړینې او ټپي کیدو په اړه د کمیسیون موندنې خپره کړه چې د هغه له مخې دا اعلان وشو چې دوه تنه شهيدان او ۳۴ تنه ټپيان شوي دي چې د ټاکل شوي کمیسیون لخوا افغانستان ته لیږدول شوی دی، خو د دغې کمیسیون په راپور کې د دې پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې د پېښې پلټنه تر اوسه نه ده بشپړه شوې او په دې اړه د کمیسیون کار روان دی او د پلټنې جزئیات به وروسته خپاره شي.

له دې نه مخ کې، په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان او همداراز د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی د افغانستان په اتباعو د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله دا ډول پېښه رد کړي دي.


د مطلب کود: 300053

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300053/د-افغانستان-په-اتباعو-باندې-پولې-ته-څېرمه-ډزو-ادعا-یو-شی-چې-شتون-نلري-تحقیقاتو-اړه-ایران-بهرنیو-چارو-وزارت-حیرانتیا-او-ناخوښي-څرګندونه

آوا
  https://www.avapress.net