د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ د غزې او لبنان د مظلومو خلکو د دفاع په خاطر د صهیونیسټ رژیم په ضد خپل نوی عملیات اعلان کړل .
په اشغال شوي فلسطیني سیمو د عراق د اسلامي مقاومت پنځم ډرون برید
15 عقرب 1403 ساعت 15:33
د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ د غزې او لبنان د مظلومو خلکو د دفاع په خاطر د صهیونیسټ رژیم په ضد خپل نوی عملیات اعلان کړل .
آوا: د عراق د اسلامی مقاومت ډلی په یوه بیان کی اعلان کړی، چی د دوی جنګیالیو د سه شنبی په ورځ د اشغال شوی فلسطین په شمال کی په یوه پوځی هدف باندی د ډرون په وسیله حمله وکړه.
دعراق مقاومت دصهیونیسټ رژیم پرضد خپلو عملیاتو ته په دوام ورکولو او ددغه رژیم دپوځونو په ځپلو ټینګار کړی دی .
په دغه بیانیه کښې راغلی دی چې دغه عملیات د نیواکګرو په وړاندې د مقاومت د دوام او د فلسطین او لبنان له خلکو سره د مرستې او د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په وړاندې د غاصب رژیم د جنایتونو په ځواب کښې ترسره شوی دی.
دا له نن سهار راهیسي دصهیونیسټ رژیم پرضد دعراق داسلامي مقاومت پنځم ډرون عملیات دي .
د مطلب کود: 300039