کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر سره په قطر کې د چین د سفیر د ناستې تمرکز پر سوداګرۍ او پانګونې 

15 عقرب 1403 ساعت 15:32

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر محمد سهیل شاهین ویلي، په دغه هېواد کې یې د چین له سفیر سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې خبرې کړې دي.


آوا - کابل: محمد سهیل شاهین په ایکس پاڼه لیکلي چې په قطر کې د چین د ولسي جمهوریت له سفیر کاو شیاولین سره یې ګټوره ناسته درلوده.
شاهین زیاته کړه چې په قطر کې د چین له سفیر سره یې د دوه اړخیزو اړیکو، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي په خپل یوه بل ټویټ کې هم لیکلي چې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشرې مېرمن کترینا ریتز سره یې وکتل او د بشري مرستو، روغتیا او د اقلیم د بدلون په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مشر د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د عامو خلکو د غوښتنو له مخې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د فعالیتونو پراخولو ته اړتیا ده.


د مطلب کود: 300038

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300038/د-اسلامي-امارت-سیاسي-دفتر-له-مشر-سره-په-قطر-کې-چین-سفیر-ناستې-تمرکز-پر-سوداګرۍ-او-پانګونې

آوا
  https://www.avapress.net