د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی.
د ۱۴۰۴ کال د کانکور نوم لیکنه پیل شوه
15 عقرب 1403 ساعت 11:05
د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی.
آوا - کابل: د ملي آزموینو ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دیني مدرسو او پوهنځیو نوماندان کولای شي چې د سږ کال د روژې د میاشتې تر پایه پورې په دې ازموینه کې د ګډون لپاره د غوښتنلیک فورمې ډکې کړي.
تر دې مخکې د ملي ازموينو د ادارې مشر عبدالباقي حقاني ويلي وو، چې د سږ کال په کانکور ازموينه کې ٩٧ زره ١٨٤ کسانو برخه اخيستې وه، چې له دې جملې څخه ٤١ زره ٢٩٠ کسانو لوړو زده کړو ته، ١ زرو ٣٠١ کسانو د ماښامنۍ پوهنځيو او دوه زره کسانو د کانکور ازموينې ته لار موندلې ده. او ۱۴۰ تنه په نیمه لوړو زده کړو کې داخل شوي.
د مطلب کود: 299999