ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?>ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?> آوا - ملګري ملتونه له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي - دچاپ وړ نسخه

کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

15 عقرب 1403 ساعت 9:45

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلان کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې د دې ادارې له مشر سره په کتنه کې ویلي چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې به د هېواد د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


آوا - کابل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اتنبایوا سره وکتل. 

دغه کتنه کې دواړو لورو د هېواد د چاپېریال د وضعیت، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس د جوړېدو د څرنګوالي په اړه د نظر تبادله وکړه.

په دې کتنه کې مولوي خالص ټینګار وکړ، چې د اقلیم بدلون یوه انساني مسله ده، باید له سیاست سره تړاو ونه لري.

په دې کتنه کې د یوناما مشر وویل چې د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس په راتلونکو نړیوالو غونډو کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره د زمینې د برابرولو لپاره یو ښه فرصت دی.

روزا اتنبایوا هم ژمنه وکړه چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې به د افغانستان د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان په تېرو کلونو کې د اقليمي بدلون له امله سخت زيانمن شوى او مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي.


د مطلب کود: 299982

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299982/ملګري-ملتونه-له-اقلیمي-بدلون-سره-د-مبارزې-په-برخه-کې-افغانستان-خپلو-همکاریو-ته-دوام-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.net