په کونړ ولایت کې سیلاب ځپلي وايي چې دوی د سړې موسم په رارسېدو او د سرپناه د نشتوالي له امله له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
په کونړ ولایت کې سیلاب ځپلي مرستې ته اړتیا لري
14 عقرب 1403 ساعت 19:42
په کونړ ولایت کې سیلاب ځپلي وايي چې دوی د سړې موسم په رارسېدو او د سرپناه د نشتوالي له امله له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
آوا - کابل: په کونړ ولایت کې د تېرې میاشتې سېلاب ځپلي له سرپرست حکومت څخه د خپلو کورونو د جوړولو غوښتنه کوي.
دوی وايي که څه هم دوی په لومړیو ورځو کې ځینې مرستې ترلاسه کړې، خو د سرپناه د نشتوالي له امله لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي.
د سیمې اوسیدونکي په وینا په کونړ کې د وروستیو سیلابونو له امله، د کورونو د ویجاړولو سربیره، دغه راز سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې هم ويجاړه شوې ده.
په همدې حال کې ځايي چارواکي د دغو ستونزو د هواري ډاډ ورکوي.
د کونړ د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولین وايي: «هغه کورونه چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي، د دوی د سروې کار بشپړ شوی دی او د همکارو بنسټونو سره په همغږۍ به انشاالله په راتلونکي کې د دوی لپاره کورونه جوړ شي.» په کونړ کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د احصایو له مخې، وروستیو سیلابونو د پراخو مالي زیانونو سربیره، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د مطلب کود: 299975