افغانستان ته د ایران د غیر تېلو صادرات ۳۱ سلنه زیات شوي/ افغانستان د ایران د صادراتي توکو پنځم ځای دی
آوا - تهران: په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګریزو چارو سلاکار، حسین روستايي نن یکشنبه د لړم ۱۳، په یوې مرکې کې اعلان وکړ چې د ۱۴۰۳ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې افغانستان ته د ایران د غير تېلو صادراتو له یو میلیارد او ۷۰ میلیونو ډالرو ډېر وو. هغه زیاته کړی ده چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ایرنا د خبر له مخې، په افغانستان کې د ایران د سوداګریزو چارو سلاکار ویلی ده: افغانستان ته د ایران د غیر تېلو صادراتو ارزښت د ۱۴۰۳ په لومړیو ۶ میاشتو کې د ۲۵۴ ملیون ډالرو په اندازه او وزن یې هم ۵۵۹ زره ټنه زیات شو چې په مجموع کې افغانستان ته د ایران د غير تیلو د صادراتو ارزښت د ۱۴۰۳ په لومړیو ۶ میاشتو کې د یو ملیارد او ۷۰ ملیون ډالرو په اندازه او د وزن له لحاظه یې ۲ میلیونه او ۵۲۳ زره ټنو ته ورسیدل. چې دغه اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وزن له لحاظه ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
هغه وویل: سپک تېل او پټرولیم محصولات، د پټرولیم ګازونه، د اوسپنې او فولادو خښت، پولیتیلین مرکبات، هګی او چرګانو خواړه، غیر مخمل فرشي چمپلان، یوریا، سپک او درانه هایدرو کاربن، سمنټ، المونیم کین، کچالو، بوټان، پریفورم، رومي بانجان د سیرامیک او د کاشي ټایلونو ډولونه، پیسټ، مڼه ، د پولیتیلین ډولونه، وچ شیدې، د تېلو بټیومین او کرنیز ټراکټورونه په دې موده کې افغانستان ته تر ټولو مهم صادراتي توکي وو.
په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار زیاته کړه: د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه زموږ د هېواد د وارداتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې ۳۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده چې دا په ارزښت کې ۱۹۲٪ وده او د وزن له مخې ۵۹۸٪ وده ښیې.
هغه وویل: د وربشی محصول د ۹/۷ ملیون ډالرو زیاتوالی سره، د څارویو جوار د ۳/۷ ملیون ډالرو زیاتوالی سره، د سکرالونو په شکل کې د اوسپنې یا خالص فولاد څخه محصولات د ۴/۸ ملیون ډالرو په زیاتوالي سره، نور بوټي چې د عطرو په صنعت کې کارول کیږي د ۷۲۲ زره ډالرو په زیاتوالي سره، د لمر ګل تخمونه ۱۷۰ زره ډالر زیات شوي، میوه د ۴۹۰ زره ډالرو زیاتوالی سره او زردچوبې د ۳۹۳ زره ډالرو په زیاتوالي سره له افغانستان څخه د وارداتو په زیاتوالي کې یو له مهمو توکو څخه دي.
د هغه په وينا همدارنګه وربشې، د غواګانو جوار، د اوسپنې یا فولاد محصولات د سکرالونو په بڼه، د کوکو مکھن بدیل غوړ، نور نباتات چې د عطرو په صنعت کې کارول کیږي، د لمر ګل تخمونه، پکنان، مونګ، نورې وچې میوې، مرچ، د مونګ لوبیا، د تېلو تخمونه، توره، نور ژوندي حیوانات لکه پسونه او دانه د افغانستان څخه مهم توکي دي چې د بیاکتنې په موده کې وارد شوي دي.
د ایران د ګمرکونو د رسمي شمېرو له مخې اوس مهال افغانستان د ایران د صادراتي توکو پنځم ځای دی.
ویل شوي، چې د ۱۴۰۳ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته د هر ټن صادراتي توکو منځنۍ ګمرکي ارزښت له ۴۲۴ ډالرو ډېر و چې د تېر کال ۱۴۰۲ په پرتله (۴۱۵دالر)، په هر ټن کې د ۹ ډالرو څخه ډیر زیاتوالی ښیي چې د بیاکتنې په موده کې افغانستان ته د زیاتو ارزښت لرونکو توکو صادرات په ګوته کوي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې پراخې شوې دي.
د دواړو هېوادونو د ولایتونو ترمنځ د رسمي او اقتصادي – سوداګریزو هیئتونو تګ راتګ، په ځانګړې توګه تهران او کابل، په کابل کې د ایران د صادراتو د ظرفیتونو د یو ځانګړی نندارتون تر سره کول، د امام ابو حنیفه د نندارتون په شان د ایران د اسلامي جمهوریت د نندارتون ترسره کول او په تیرو دوو کلونو کښې له افغانستان څخه د څه دپاسه ۳۰ تجارتی او نندارتونی پلاوی ایران ته استول، د اقتصادی اړیکې د پياوړتیا لامل ګرځيدلی دی. افغانستان ته د ایران د غیر تېلو صادرات له هغه وقفې وروسته چې په کابل کې د سیاسي تحولاتو په پیل کې رامنځ ته شول، د ۱۴۰۲ له پیل راهیسې، یو ځل بیا د پورته کیدو رجحان پیدا کړ.
دا په داسی حال کې ده چې د ایران د صادراتو د ظرفیت د اندازه کولو له مخې او همدارنګه د ایراني محصولاتو او توکو د ښه کیفیت او رقابتي نرخ په اړه د افغانانو او سوداګرو ښه پوهاوی او هغه باور چې پیدا شوي، د افغانستان د بازار د مصرفوونکو د ذوقونو د مشابهت او اړتیاوو تر څنګ (حتی د صنعتي ماشینونو او د تولید لینونو، درملو او طبي تجهیزاتو او د کرنې سکتور په نوي سیسټمونو سمبالولو کې) په لنډه موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم پنځه میلیارده ډالرو ته د زیاتوالي لپاره اړین شرایط (تر راتلونکو ۲ کلونو پورې) برابر شوی دی.
همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت ته د ملا برادر د وروستي سفر په ترڅ کې، په داسې حال کې چې څو مهم سوداګریز تړونونه لاسلیک شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي اړيکو کې نوی افق پرانيستل شو.