د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې پاکستان له افغانستان څخه د ترانزیت پر توکو دوه سلنه مالیه وضع کړې ده.
پاکستان له افغانستان څخه د ترانزیت پر توکو دوه سلنه مالیه وضع کړې ده
14 عقرب 1403 ساعت 15:35
د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې پاکستان له افغانستان څخه د ترانزیت پر توکو دوه سلنه مالیه وضع کړې ده.
آوا - کابل: د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې پاکستان له افغانستان څخه د ترانزیت پر توکو دوه سلنه مالیه وضع کړې ده.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د دغې خونې یو تن مسوول، خانجان الکوزی ویلی دی چې د پاکستان له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله د کراچۍ له بندر څخه افغانستان ته ترانزیټ نږدې ۷۵ سلنه کم شوی دی.
خانجان الکوزي زیاته کړی دی: «دوی بله پریکړه وکړه چې ټول ټرانزیټ چې له نړۍ څخه افغانستان ته راځي، دوی پر دې باندې هم دوه سلنه تعرفه وضع کړه چې دا د نړۍ په هیڅ قانون کې نه ده. زه فکر کوم چې که دا دوام وکړي، زموږ سوداګري چې همدا اوس له 60 څخه تر 75 سلنې پورې راټیټه شوې، لا ډېر ټيټه کېږي.»
افغانستان خپل ډېر تولیدات د کراچۍ بندر له لارې د نړۍ هېوادونو ته صادروي.
د پاکستان د حکومت پرله پسې خنډونه د دې لامل شوي دي چې په وروستیو کلونو کې افغانستان د کراچۍ بندر د بدیل په لټه کې، چې چابهار دی واوسي.
په همدې حال کې د افغانستان یو شمېر سوداګر، د پاکستان لخوا پر ترانزیتي توکو د تعرفې لګول د نړیوالو سوداګریزو نورمونو خلاف ګڼي او له اسلامي امارت غواړي چې دغه ننګونه د خبرو له لارې هواره کړي.
په کابل کې د مېوو او سبزیجاتو د عمومي شورا رئیس عبدالغفور ناصري ویلی دی: «پاکستان له موږ څخه په لاره کې ۳۰ زره کلدارې یو ځل اخیستې او ۱۱ زره هم نورې چې په مجموع کې به ۴۱ زره کلدار کېږي. له بده مرغه چې، اوس هغه ۴۱,۰۰۰ هم مصرف کېږي او د اوس لپاره له ۱۰۰,۰۰۰ څخه تر ۱۴۴,۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې اضافه شوي دي.»
د مطلب کود: 299947